د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
ټولنه

غور ته د کام اير شرکت د الوتنو درېدو خلک اندېښمن او له ستونزو سره مخ کړي

Mar 19, 2018 - 13:37
فيروزکوه (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د غور اوسېدونکي وايي دغه ولايت ته د يوازېني هوايي شرکت د الوتنو بندېدو په اړه اندېښنه لري او د نا مناسب امنيتي وضعيت له امله ځمکنى سفر نه شي کولى. د دغه مرکزي ولايت يو شمېر سوداګر، دولتي مامورين او عادي اوسېدونکي د ځمکنيو...
Read More

کوچيان د خپلو ستونزو د حل په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړوي

Mar 17, 2018 - 16:47
کابل(پژواک، ۲۶ کب ۹۶): کابل کې د کوچيانو ٥٠٠٠ استازي راټول شوي، څو د کوچيانو د ستونزو د حل او د هېواد په اقتصادي وده کې د هغوى د ښې ونډې په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړې کړي.
Read More

"کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وي، هماغه مو نوى کال او اختر دى"

Mar 17, 2018 - 15:37
باميان (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د باميانو يو شمېر اوسېدونکي د نوي کال هرکلي ته د تېرو کلونو په پرتله زړه ماتې ښکاري او وايي چې د وزګارتيا، بېوزلي او تر يوه حده وچکالي د دې لامل شوې چې خلک اندېښمن شي او د نوي کار يا نوروز لپاره زيات چمتووالى ونه لري. د دغه...
Read More

ننګرهار کې حکومت ته د پېغور ورکولو په موخه خلکو يو سړک اخيړ کړ

Mar 16, 2018 - 13:13
جلال اباد (پژواک،۲۵ کب ۹۶): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او خلکو د کابل – جلال اباد دويم لين سړک حکومت ته د پېغور ورکولو په موخه اخېړ کړ او ويې ويل چې که حکومت د دغه سړک کار پيل نه کړي؛ نو دوی به نور مدني حرکتونه هم وکړي.
Read More

په غور کې معلولين د ټولنې له تبعيضي نظره کړېږي

Mar 15, 2018 - 18:07
فيروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): په غور ولايت کې معلولين له هغه څه شکايت کوي چې دوی يې د ځان پر وړاندې تبعيضي نظر ګڼي او وايي چې په حکومتولۍ، روغتيا او ښوونيزو برخو کې له دولتي امکاناتو او اسانتياوو برخمن نه دي.
Read More

د شينوارو د څلورو ولسواليو اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل غوښته وکړه

Mar 15, 2018 - 14:56
جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): ننګرهار کې د شينوارو قوم د څلورو ولسواليو اوسېدونکو له والي وغوښتل چې هر څو ژر يې امنيتي او نورې ستونزې هوارې کړي او که په دې اړه اقدام ونه کړي په اعتراضونو به لاس پورې کړي. دوی پرون (د کب ۲۳مه) غني خېلو ولسوالۍ کې د يوې...
Read More

په خواله شبکو کې بوختیا د کورنيو د غړو تر منځ اړیکې اغېزمنې کړې دي

Mar 15, 2018 - 13:48
کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): خواله شبکو که له يوې خوا له خپلو اسانتياوو سره نړۍ پر يوه کلي بدله کړې، خو ناسمې کارونې يې په ځينو مواردو کې د کورنيو د غړو تر منځ ستونزې او واټنونه هم را پيدا کړي دي. کارپوهان او خلک پر دې باور دي چې د ټولنيزو شبکو له اندازې...
Read More

غزني کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

Mar 14, 2018 - 15:59
غزني ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): غزني کې له شاوخوا څلور سوه کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې. د غزني د کډوالو چارو رييس خالقداد احمدي د کب په ٢٣مه د دې مرستې د وېش پر مهال وويل چې دغه مرستې له هغو څلور سوه کورنيو سره وشوې چې له پاکستان او...
Read More

پلاوی: د غزني په قره باغ کې برمته شوي کسان به ډېر ژر خوشي شي

Mar 13, 2018 - 16:09
غزني ښار (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ستونزې د حل لپاره تللی پلاوى وايي چې ډېر ژر به د شېراباد سيمې برمته شوي کسان خوشي شي. شاوخوا لس ورځې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يوه ماشوم...
Read More

لغمان کې له دوو زرو بېځايه شوو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

Mar 06, 2018 - 14:19
مهترلام (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په لغمان ولايت کې له دوه زره بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام په لارښوونه د لغمان د مرکز په ګډون د پنځه ګونو...
Read More

کابل لسګونو معيوبينو تحصن پيل کړ

Mar 05, 2018 - 19:02
کابل (پژواک ١٤ کب ٩٦): په کابل کې لسګونو معيوبينو د ملي شورا مخې ته د يوه سرک په بندولو تحصن کړى او وايي چې د دوى حقونو ته دې رسيدګي وشي.
Read More

خلک په کابل کې د سړکونو بندېدو له ډېرېدو څخه شکايت کوي

Mar 04, 2018 - 18:55
کابل (پژواک،۱۳کب۹۶): چارواکو اووه مياشتې مخکې ويلي وو چې د کابل ښار له سړکونو او فرعي کوڅو څخه به سمنټي دېوالونه لرې کوي، خو نه يواځې دا چې دغه لړۍ بنده شوه، بلکې ځينې نور سړکونه يې هم د ترافيکو پرمخ تړلي دي.
Read More

په کابل کې د "کار او تحصيل" ملي نندارتون جوړېږي

Mar 04, 2018 - 15:41
کابل(پژواک، ١٣کب ٩٦): ټاکل شوې چې سبا ته په کابل کې د "کار او تحصيل" په نوم ستر ملي نندارتون پيل شي. د پلان فيوچر دفتر يوې مسوولې سپوږمۍ صيام پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ستر نندارتون د دوى په نوښت د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د افغانستان...
Read More

د ننګرهار ماشومان له ۱۸ ډوله درندو کارونو سره مخ دي

Mar 04, 2018 - 15:27
جلال اباد (پژواک، ۱۳ کب ۹۶): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، د دغه ولايت ماشومان له ۱۸ ډوله درندو کارونو سره مخ دي؛ خو دوی يې د مخنيوي لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. عبدالحکيم شېرزاد دا څرګندونې د کب په ۱۳مه د خپلو تېرو يو کلنو لاسته راوړنو...
Read More

د کندوز خلک د شپې له مخې د مخابراتي شبکو خدمتونو له بندېدو شکایت کوي

Mar 03, 2018 - 16:16
کندوز (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په دغه ولايت کې له درېيو بجو وروسته مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه بندوي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کندوز ښار اوسېدونکي سيد نثار جلال د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې...
Read More

د سرپل پاسپورټ څانګه د پاسپورټ غوښتونکو د ۵۰ سلنې لپاره امکانات لري

Feb 27, 2018 - 13:50
کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): په سرپل ولايت کې د پاسپورټ غوښتونکي د بېلابېلو لاملونه په سبب په ورځني ډول له ٦٠ تر ١٢٠ تنو پورې رسېدلى، خو د دغه ولايت د پاسپورټ څانګه د دغه پړاو وهلو لپاره يوازې د نيمو هغو امکانات لري. له يوې مودې راهيسې د ايران سفارت له...
Read More

د متقاعدينو معاشونو لپاره لس ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې دي

Feb 26, 2018 - 11:10
کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې په روان مالي کال کې د تقاعد شوو مامورينو د تنخواګانو لپاره ١٠ ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. د ياد وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال په...
Read More

فراه کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو نه فعاليت خلک له ستونزو سره مخ کړي

Feb 22, 2018 - 14:47
کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): په فراه ولايت کې د طالبانو له لوري د شپې له خوا پر مخابراتي خدمتونو بنديز د دغه ولايت خلک له ستونزو سره مخ کړي، خو طالبان وايي چې د امنيتي ستونزو په له منځه تلو سره به دغه بنديز لري کړي. په فراه ولايت کې د روشن، افغان بېسيم،...
Read More

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ جګړې ځپلي خلک د حکومت د مرستو په تمه دي

Feb 22, 2018 - 14:36
جلال اباد (پژواک، ۳ کب ۹۶): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړو کې تر زرو ډېر کورونه ويجاړ شوي او خلک یې د حکومت د مرستو په تمه لا هم په خېمو او کنډوالو کې ژوند کوي. دوی وايي، ژمی يې هم په همدې خېمو کې تېر...
Read More

د سرپل د پايين کنت سيمې اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له بندېدو شکايت کوي

Feb 21, 2018 - 12:02
سرپل(پژواک، ٢ کب ٩٦): د سرپل په مرکز کې د پايين کنت سيمې يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې له يوې اوونۍ راهيسې د دوى په سيمه کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعاليت بندېږي. دوى وايي چې دغه سيمه ١٢ کلي لري. د امام جعفر د کلي اوسېدونکى عبدالرازق پژواک...
Read More