د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې پولیسو لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

Mar 17, 2018 - 16:09
جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پوليسو په ډزو کې يو لاریون کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې په دې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په برېدونو کې د ۸ ملکي وګړو د وژل کېدو...
Read More

کندوز کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي

Mar 17, 2018 - 16:02
کندوز- پل علم (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې يې پراخ عمليات پيل کړي، بل لور ته په لوګر کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د کب په ٢٦مه پژواک خبري...
Read More

د قره باغ د شېراباد کلي تښتول شوي کسان خوشي شول

Mar 17, 2018 - 15:20
غزني ښار (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ له شېراباد سيمې تښتول شوي کسان را خوشي شول. دوه اوونۍ وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يو ماشوم په ګډون یې دوه کسان ووژل، دوه ښځې یې ټپيانې کړې او...
Read More

په هلمند کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 17, 2018 - 13:59
لښګرګاه (پژواک، ۲٦ کب ۹۶): په هلمند کې امنیتي مسوولین او وسله وال طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د۶۱۱ لویې لارې پولیسو د کنډک قوماندان لومړی څارن عبدالبصیر اڅکزی وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل چې د سنګین پر لاره د دوی پر پوستو...
Read More

په نيمروز کې د ملي امنيت رياست يو افسر وژل شوى

Mar 17, 2018 - 12:10
زرنج (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): په نيمروز کې امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو کسانو د دغه ولايت د ملي امنيت رياست يو افسر په زرنج ښار کې وژلى دى. د نيمروز يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې وسله وال بريدګر پر يوه کرولا موټر کې سپاره وو او تېره...
Read More

د کابل ننني بريد کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 17, 2018 - 11:05
دويم تقعيب- کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): چارواکي وايي چې نن سهار د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې اړوند د څرخي پله ساحه کې د موټربم چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور ټپيان دي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د دې پېښې د پخلي تر...
Read More

ځايي خلک: د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې اته ملکي وګړي وژل شوی

Mar 17, 2018 - 10:30
جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د شپنيو عملياتو پر مهال ۸ کسان وژلي چې د ځايي خلکو په وینا ملکي وګړي دي خو چارواکو ویلې چې په دې اړه څېړنې کوي. یاده پېښه تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په هدياخېلو او ماڼو سيمو کې...
Read More

په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

Mar 16, 2018 - 16:04
لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٦) : د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Read More

د ملي اردو څلور سرتېري د طالبانو له زندانه په تېښته بريالي شول

Mar 16, 2018 - 15:47
پل علم (پژواک، ٢٥ کب ٩٦): د ملي اردو څلور سرتېري چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ د منګل درې په سيمه کې له يوې نيمې مياشتې راهيسې د وسله والو په بند کې يې شپې ورځې تېرولې، نن په تېښته ترې بريالي شول.
Read More

په ننګرهار کې اووه داعش وسله وال وژل شوي

Mar 16, 2018 - 12:13
جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
Read More

دفاع وزارت : ٤٥وسله والو وژل شوي

Mar 16, 2018 - 12:09
کابل (پژواک، ٢٥کب ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو ولايتونو کې ۴۵ وسله وال وژل شوي او۳۳ تنه نور ټپیان دي .
Read More

بامياني کورنۍ: يوه سيمه ييز وسله وال قوماندان مو لور تښتولې

Mar 15, 2018 - 18:10
باميان (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): په باميانو ولايت کې يوه کورنۍ ادعا کوي چې لور يې له کهمرد ولسوالۍ د يوه داسې سيمه ييز وسله وال قوماندان له خوا تښتول شوې چې د والي له خوا يې ملاتړ کېږي، خو سيمه ييز چارواکي دغه ادعا ردوي.
Read More

د کندوز خلک د انسان تښتونو په اړه اندېښمن دي

Mar 15, 2018 - 16:26
کندوز (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د کندوز ولايت اوسېدونکو د انسان تښتونې پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي چې ځيني مشهور او مهم افراد له همدې امله خپل اولادونه ښوونځي او روزنيزو کورسونو ته نه لېږي چې وبه تښتول شي. د دوى په خبره، په تېره يوه مياشت کې په دغه...
Read More

د کابل ښار پولیسو د لسګونو موټرو تورې ښیښې پاکې کړې

Mar 15, 2018 - 16:25
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): پوليسو نن د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لسګونو موټرو تورې ښيښې پاکې کړې او يو ميل بې جوازه وسله یې هم ترلاسه کړې ده.
Read More

چارواکي: طالبانو په بدخشان کې يوه ښځه د زنا په تور پر ډزو وژلې ده

Mar 15, 2018 - 13:38
فيض اباد (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د دې ولسوالۍ په يمګان ولسوالۍ کې يوه ٢٥ کلنه ښځه د زنا د ارتکاب په تور پر ډزو وژلې ده. د بدخشان امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار سيد مهرالدين انوري...
Read More

د بلچراغ ولسوالۍ ارچتو سيمه له ٩ پوستو سره د طالبانو لاسته ورغلې

Mar 15, 2018 - 13:24
ميمنه (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د فارياب ځايي سرچينې وايي چې د بلچراغ ولسوالۍ د ارچتو ستراتيژيکه سيمه له نهو امنيتي پوستو سره د طالبانو لاس ته لوېدلې او سلګونه کورنيو خپل کورونه پرېيښي دي. په بلچراغ کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان دادالله مشهور په...
Read More

پاکستان یو ځل بیا کونړ پر ۸۳ توغندیو ویشتلی

Mar 15, 2018 - 13:21
اسعداباد (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت ٨٣ توغندي توغولي دي. د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند مطبوعاتي مسوول فريد دهقان د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پاکستاني پوځيانو د دغه...
Read More

پکتیکا کې یوه سیمه ییز پولیس ١٥ طالبان وژلي

Mar 15, 2018 - 12:23
ښرنه (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې يوه سيمه ييز پوليس د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې ١٥ وسله وال طالبان وژلي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دريا خان د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته...
Read More

پوليس: جوزجان کې بهرني داعشيان ښځو ته پوځي زده کړې ورکوي

Mar 14, 2018 - 20:16
شبرغان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د جوزجان د پوليسو يو چارواکى وايي، د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بهرنيانو ځينې ښځې د داعش ډلې ليکو ته جذب کړې او ورته پوځي روزنه ورکوي.
Read More

د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي په زندان محکوم شول

Mar 14, 2018 - 19:32
کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د لومړۍ محکمې له لوري په درې کاله زندان محکوم شول او يوه بل منسوب ته برائت ورکړل شو.
Read More