د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
نوښت او ټکنالوجي

"د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي"

Mar 07, 2018 - 18:01
کابل (پژواک،۱۶ کب ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې له ترانسپورټ وزارت سره د پستي لېږد هوکړه ليک په لاسليکېدو سره، د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي.
Read More

هراتي نجونو د ټلګرام لپاره ځانګړى "سټېکر" جوړ کړى

Mar 06, 2018 - 14:52
هرات (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په هرات ولايت کې د نجونو يوې ډلې د لومړي ځل لپاره د تلګرام مجازي شبکې لپاره سټېکر جوړ کړى، وايي چې د ټولنيز رنګ لرونکو ځايي سټېکرونو نشتوالي اړې کړې چې دغو سټېکرونو جوړولو ته مخه کړي.
Read More

خوست کې د ټکنالوجۍ برخې نوښتګر ځوانان وستایل شول

Feb 18, 2018 - 15:12
خوست ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۶): يو شمېر هغه خوستي ځوانان چې د نوې ټکنالوجۍ په بېلابېلو برخو کې يې نوښتونه کړي، وستايل شول. دغه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت له لوري په ټولنه کې د معلوماتي تکنالوجۍ د ارزښت په تړاو جوړه شوې...
Read More

افغان نجونې د کمپيوټري ګېم جوړولو له لارې د ټولنې ننګونې انځوروي

Feb 13, 2018 - 14:08
هرات (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د هرات ولايت د نجونو لومړۍ ډله د کمپيوټري لوبو جوړولو له لارې غواړي چې په هېواد کې د شته ننګونو يوه برخه انځور کړي او حل لارې يې هم وړاندې کړي. د نجونو دغه اووه کسيزه ډله چې ټولې يې د هرات پوهنتون له کمپيوټر ساينس پوهنځي...
Read More

د افغان ځوان له خوا جوړه ابګرمي له دوو ساعتونو کم وخت کې سل لېتره اوبه اېشوي

Feb 11, 2018 - 17:18
کابل(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): يوه فعال افغان ځوان داسې لمريزه ابګرمي جوړه کړې چې په څه کم دوو ساعتونو کې سل لېتره اوبه اېشوي، خو وايي چې ددې کار په سبب د يو شمېر نا پېژانده کسانو له لوري ګواښل کېږي.
Read More

پژواک، د "ام ټي ان" مخابراتي شرکت له لارې هم د اطلاع رسولو لړۍ پيل کړه

Feb 07, 2018 - 15:48
کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): پژواک خبري اژانس د "روشن، افغان بېسيم او سلام" مخابراتي شرکتونو د ګډونوالو لپاره د لنډ ټيليفوني پيغام (SMS) له لارې د خبر رسولو پر لړۍ سربېره، دا ځل دغه سرويس د څلورم مخابراتي شرکت "ام ټي ان" په همکارۍ نن (د سلواغې ١٨ مه) پيل کړ.
Read More

پژواک د سلام مخابراتي شبکې له لارې هم د خبررسونې خدمتونه پيل کړل

Feb 01, 2018 - 15:06
کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې په همکارۍ د لنډ ټيليفوني پيغام (SMS) له لارې د اطلاع رسونې پروګرام په رسمي ډول، نن د سلواغي په ۱۲مه پيل کړ، څو هېوادوال د موبايل ټيليفونونو له لارې د هېواد له بېلابېلو مهمو پېښو...
Read More

په ننګرهار کې ٥٠ مخابراتي انتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

Dec 31, 2017 - 16:46
جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦) : د ننګرهار د مخابراتو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ټيلېفوني شبکو ٥٠ مخابراتي انتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي.
Read More

د ننګرهار لرو پرتو سيمو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې کار نه کوي

Oct 22, 2017 - 17:55
جلال اباد (پژواک ۳۰ تله ۹۶): د ننګرهار په څو لرو پرتو ولسواليو کې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د شپې له خوا مخابراتي شبکې بنديږي چې ځايي خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
Read More

د خوست پوهنتون يوه محصل چورلکه جوړه کړې

Oct 17, 2017 - 15:34
خوست ښار (پژواک، ۲۵ تله ۹۶): د خوست پوهنتون یوه محصل په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو اپاچي چورلکې ته ورته يوه نمونوي چورلکه جوړه کړې ده. دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی او اوسمهال...
Read More

" انټرنټي خدمتونه به ډېر ژر لا غوره او ارزانه شي "

Oct 15, 2017 - 18:55
کابل(پژواک،٢٣تله ٩٦):د مخابراتو وزارت يوه شرکت ته چې غواړي په افغانستان کې د پوستي خدماتو په برخه کې پنځه ميليون ډالر پانګونه وکړي، د فعاليت جواز ورکړ او اعلان يې وکړ چې ډېر ژر به لا غوره او ارزانه انټرنټي خدمتونه وړاندې شي.
Read More

اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى

Oct 03, 2017 - 18:04
کابل(پژواک،١١تله٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير وايي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د مخابراتي خدمتونو له محصول څخه اته ميليارډ افغانۍ راټولې شوې؛ خو له دې سره سره بيا هم د مخابراتي مالياتو راټولولو سيستم روڼ نه دى.
Read More

خوست کې یوه محصل یو پوځي نمونوي ټانګ جوړ کړی

Sep 12, 2017 - 11:21
خوست ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): په خوست کې يوه محصل چې د ملي اردو يو نمونوي ټانک يې جوړ کړی، له دولته غوښتنه کوي چې د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات ورته برابر کړي. دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو...
Read More

افغانستان په نږدې راتلونکي کې ځانګړې سپوږمکۍ ولري

Jul 31, 2017 - 11:52
کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت وايي چې له هند سره يې خبرې کړې، څو د افغانستان لپاره ځانګړې سپوږمکۍ جوړه کړي. د دغه وزارت وياند نجيب ننګيال د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه د مخابراتو او ټکنالوجۍ سرپرست وزير...
Read More

روبوټ جوړوونکو افغان نجونو ته د سپینو زرو مډال ورکړ شو

Jul 19, 2017 - 11:14
کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): افغان نجونو په امريکا کې د روبوټونو جوړولو په نړيوالو سياليو کې د سپینو زرو مډال ګټلى دى. دا سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ، پرون د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېدې چې په کې د افغانستان د روبوټ جوړوونکو نجونو...
Read More

د مخابراتو وزیر: نوي نسل ته ډیجیټل افغانستان په میراث پرېږدو

Jul 17, 2017 - 18:04
کندهار (پژواک،۲۶چنګاښ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات کندهار ته سفر وکړ او په عینو مېنه کې یې د افغان ټیلیکام ډیجیټل شبکه پرانیسته.
Read More

د پکتيکا نهو ولسواليو کې له ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري

Jul 16, 2017 - 17:59
ښرنه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۶): د پکتيکا ځينې اوسېدونکي او د اترا څانګې مسوولين وايي، ددې ولايت په نهو ولسواليو کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.
Read More

ولسمشر د انټرنټي جرمونو قانون توشيح کړى

Jun 20, 2017 - 17:19
کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د انټرنټي جرمونو قانون د ولسمشر له خوا توشيح شوى دى.
Read More

د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي

Apr 21, 2017 - 15:14
کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مخابراتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د فعالو مخابراتي سيمکارتونو له پلور څخه دې ډډه وکړي او له دې وروسته دې غير فعال سيمکارتونه وپلوري.
Read More

کونړ د نوري فايبر له مخابراتي شبکې سره ونښلول شو

Apr 12, 2017 - 19:06
اسعد اباد (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): چارواکي وايي، کونړ د نوري فايبر مخابراتي شبکې سره ونښلول شو، چې له امله به يې په دې ولايت کې د انټرنټي او ټيلېفوني خدماتو اسانتياوې زياتې شي.
Read More