د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
فيچرونه

غور ته د کام اير شرکت د الوتنو درېدو خلک اندېښمن او له ستونزو سره مخ کړي

Mar 19, 2018 - 13:37
فيروزکوه (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د غور اوسېدونکي وايي دغه ولايت ته د يوازېني هوايي شرکت د الوتنو بندېدو په اړه اندېښنه لري او د نا مناسب امنيتي وضعيت له امله ځمکنى سفر نه شي کولى. د دغه مرکزي ولايت يو شمېر سوداګر، دولتي مامورين او عادي اوسېدونکي د ځمکنيو...
Read More

په هېواد کې د درملو د توليد کچه لوړه شوې ده

Mar 18, 2018 - 15:59
کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي که څه هم په افغانستان کې د اړتيا وړ درملو د توليد کچه له پنځه سلنې څخه اته سلنې ته لوړه شوې، خو لا هم هر کال څه باندې ٦٠٠ ميليونه ډالر د بهرنيو درملو پر واردولو لګېږي.
Read More

د هلمند د ٢٠ ښوونځيو په ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي

Mar 18, 2018 - 13:32
لښګرګاه (پژواک، ٢٧ کب ۹۶): د هلمند د پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٢٠ ښوونځيو ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي. د دغه ولايت د پوهنې رييس داوود شاه صفاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هلمند کې د پوهنې پر وړاندې پر نورو...
Read More

"کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وي، هماغه مو نوى کال او اختر دى"

Mar 17, 2018 - 15:37
باميان (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د باميانو يو شمېر اوسېدونکي د نوي کال هرکلي ته د تېرو کلونو په پرتله زړه ماتې ښکاري او وايي چې د وزګارتيا، بېوزلي او تر يوه حده وچکالي د دې لامل شوې چې خلک اندېښمن شي او د نوي کار يا نوروز لپاره زيات چمتووالى ونه لري. د دغه...
Read More

په غور کې معلولين د ټولنې له تبعيضي نظره کړېږي

Mar 15, 2018 - 18:07
فيروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): په غور ولايت کې معلولين له هغه څه شکايت کوي چې دوی يې د ځان پر وړاندې تبعيضي نظر ګڼي او وايي چې په حکومتولۍ، روغتيا او ښوونيزو برخو کې له دولتي امکاناتو او اسانتياوو برخمن نه دي.
Read More

په مزارشریف کې د راتلونکي نوروز جشن لپاره تر ډېره کلتوري نندارې وړاندې کېږي

Mar 14, 2018 - 14:43
مزارشريف (پژواک، ۲٣ کب ۹۶): په بلخ کې نوروز جشن ته د چمتووالي کمېسيون د فرهنګي کمېټې مسوولين وايي چې سږ کال به هم د تېرو کلونو په څېر په جشن کې د فعاليتونو ډېره برخه په فرهنګي اړخونو راڅرخي. بلخوا د مزارشريف اوسېدونکي هم وايي چې د نوروز جشن ته لکه...
Read More

په تخار کې څه باندې ٤٠زره بې اسناده موټر کرځي

Mar 14, 2018 - 12:03
تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د تخار د ترافيکو رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٤٠زره موټر اسناد نه لري او زیاتوي چې په جرمي او امنيتي پېښو کې له دغو موټرو ګټه اخيستل کېږي. د تخار د ترافيکو مدير حضرت ګل فرخاري پژواک خبري اژانس ته...
Read More

سږ کال په بدخشان کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې

Mar 11, 2018 - 17:38
فيض اباد (پژواک،۲۰ کب۹۶): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله د ډېروالي ښودنه کوي.
Read More

د جنسي تېري یوه قرباني نجلۍ د "مینځې" په ډول ساتل کېږي

Mar 11, 2018 - 16:36
کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): دوولس کلنه وه چې جنسي تېرى پرې وشو، څلور کاله وروسته يې واده وکړ، خو زوم چې کله له دې قضيې خبر شو، نور يې ونه غوښتل چې له دې سره د خاوند په توګه ژوند وکړي، اوس ترې د يوې مينځې په توګه کار اخيستل کېږي. شپاړس کلنه شازيه (مستعار...
Read More

د ښکلا له جراحۍ سره د ښځو لېوالتيا ډېره شوې ده

Mar 10, 2018 - 17:35
کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦): روغتيايي متخصصين وايي چې د ښځو او پېغلو نجونو ترمنځ د ښکلا جراحۍ لېوالتيا ډېره شوې ده، خو ارواپوهان بيا د دغه کار ترسره کول د خلکو رواني ستونزې بولي. افغانستان کې د ښکلا جراحي ډاکټرانو مشر ډاکټر امين الله همکار له پژواک خبري...
Read More

لوګر کې له هرو سلو نجونو څخه يواځې اووه يې له ښوونځي فارغيږي

Mar 10, 2018 - 16:57
پل علم (پژواک،١٩ کب۹۶): د لوګر ښوونځيو ته هر کال د اووه زرو په شاوخوا کې نجونې د زده کړو لپاره شامليږي، خو د کلتوري ستونزو او ناامنيو له امله يواځې څلور سوه تنه يې له دوولسم ټولګي څخه فارغيږي. د لوګر د پوهنې رييس اکبر ستانکزي د کب په ١٩مه پژواک خبري...
Read More

د خوست چارواکي: د غلام خان بندر لاره نه ده پر انېستل شوې

Mar 10, 2018 - 10:53
خوست ښار( پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست دولتي چارواکي هغه خبرونه ردوي چې ګنې د غلام خان بندر لاره پرانېستل شوې او په سوداګريزو مالونو بار لارۍ را اوښتې دي. تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې د غلام خان بندر يې پرانېستی او په...
Read More

د "کليوالو خويندو ادبي بهير" غواړي د نجونو پټ ادبي استعدادونه و روزي

Mar 08, 2018 - 11:49
ميدان ښار(پژواک، ١٧کب ٩٦): په يو داسې ولايت کې چې هر وخت ترې د جګړې او نښتو خبرونه ورکول کېږي، يو شمېر نجونې غواړي څو "د کليوالو خويندو ادبي بهير" له لارې د ښځينه شاعرانو او ادبيانو پټ کلتوري او ادبي استعدادونه را وسپړي. د ميدان وردګو لايت له فرهنګي...
Read More

"خلک دې موسيقۍ ته درناوی ولري او مخالفت دې نه ورسره کوي"

Mar 07, 2018 - 16:04
کابل (پژواک،۱۶ کب ۹۶): د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ چې په دې وروستيو کې څو نړيوالې جايزې ګټلې، د ډېر شمېر هغو محرومو او د سړک سر نجونو او هلکانو لپاره چې غواړي موسيقي زده کړي، پر يوه مناسب ځای بدل شوی دی. دغه انسټيټيوټ په ۲۰۱۰ کال کې بېرته...
Read More

انیسه: عدالت ته د لاسرسي په موخه له مجبوریته زندان کې یم

Mar 06, 2018 - 14:14
لښکرګاه (پژواک،١٥ کب۹۶): يوه پاکستانۍ ډاکتره د دې لپاره چې د ښځو ناروغانو برخه کې یوه کلینیک کې کار وکړي، هلمند ولایت ته راوستل شوې وه، خو د هغې د راوستونکي کلیوال ډاکتر له خوا ورسره تر تاوتريخوالي وروسته اوس په زندان کې ده.
Read More

د کندهار زرګونو ښوونکو ته د ٦ مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي

Mar 05, 2018 - 16:03
کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): د کندهار زرګونو ښوونکو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي، له دې امله هغوی له مالي ستونزو سره مخ دي او د تدریس پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی. په دې برخه کې تر ټولو جدي ستونزه د حق الزحمه یي ښوونکو ده چې له...
Read More

کونړ کې پر شيشه (کرسټال) د روږدو ځوانانو شمېر ډېر شوی

Mar 05, 2018 - 15:18
اسعداباد (پژواک، ١٤ کب ۹۶): د کونړ ولايت خلک او روغتيايي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د شيشې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی چې د تېرو شپږو کلونو په پرتله يې سلنه ۶۰ برابره لوړه شوې ده. روغتياپالان وايي، شيشه يا کرسټال يو ډول ايراني درمل دي چې د بې...
Read More

د کندوز خلک د شپې له مخې د مخابراتي شبکو خدمتونو له بندېدو شکایت کوي

Mar 03, 2018 - 16:16
کندوز (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په دغه ولايت کې له درېيو بجو وروسته مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه بندوي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کندوز ښار اوسېدونکي سيد نثار جلال د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې...
Read More

ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ

Mar 03, 2018 - 11:58
کابل(پژواک،۱۲کب۹۶): پرون په کابل کې ځانمرګي بريد د هغه اووه کلن ماشوم ژوند واخيست چې ښوونځي ته د تګ لپاره يې نوم ليکلی و او په درسي ټولګي کې د ګډون لپاره يې شېبې شمارلې. د تېرې جمعې په ورځ سهار ۹بجې د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند په قابل بای سيمه کې...
Read More

د بلخ کود برق فابریکې د تېر کال تولید شوې سلګونه زره ټنه سره لا هم نه ده پلورل شوې

Feb 28, 2018 - 15:02
مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه، ۹۶): د بلخ کود برق فابريکه کې د تېر کال توليد شوې لسګونه زره ټنه کيمياوي سره لا هم نه ده پلورل شوې او که همداسې پاتې شي، یاده فابریکه به له سلګونه ميليونه افغانيو زیان سره مخ شي. پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د...
Read More