د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
سوداګري او اقتصاد

"د پلچرخي له کوچني صنعتي پارک بايد پوځي تاسيسات لرې کړل شي"

Mar 18, 2018 - 20:13
کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د افغانستان د صنايعو ټولنې د کابل ښار د پلچرخي کوچني صنعتي پارک نږدې سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله له يادې سيمې د نظامي تاسيساتو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
Read More

د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز د ورکړې قرارداد لاسلیک شو

Mar 18, 2018 - 18:09
کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٦): د نوري فایبر ملي شبکې د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د جواز ورکړې قرارداد لاسلیک شو.
Read More

بغلان کې د کلیوالي لاسي صنایعو پرمختیايي پروګرام پیل شو

Mar 18, 2018 - 17:00
پلخمري(پژواک،٢٧کب٩٦): بغلان کې د کلیوالي لاسي صنایعو پرمختیايي پروګرام چې ۹۰ سلنه برخه یې ښځو ته ځانګړې شوې، پیل شو.
Read More

"راتلونکو څلورو کلونو کې به د هېواد پوستي خدمتونه معياري شي"

Mar 17, 2018 - 20:02
کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې تر څلورو کلونو پورې د هېواد پوستي خدمتونه معياري او د وخت له اړتياوو سره سم وړاندې کړي.
Read More

کابل کې د ګازو او سون لرګيو بيې راټيټې شوې دي

Mar 17, 2018 - 18:25
کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سون لرګيو بيه درې سلنه او د اوبلن ګاز بيه لس سلنه راټيټه شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو او سرو زرو بيه په خپل حالت پاتې ده.
Read More

"د غلام خان بندر لاره دې رسماً ترانزیټي او پرانیستې پرېښودل شي"

Mar 17, 2018 - 15:11
خوست ښار (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د خوست ولايتي شورا او سوداګر له دولته غوښتنه کوي چې د غلام خان بندر لاره دې رسمي ترانزيټي لار او تل دې پرانيستې پرېښودل شي. دوی نن په يو ګډ خبري کنفرانس کې اندېښنه څرګنده کړه چې په دولت کې ځينې کړۍ د يادې لارې له رسمي...
Read More

صادروونکي: د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم صادريږي

Mar 13, 2018 - 19:40
کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د جلغوزو صادروونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د افغانستان د جلغوزو عمده برخه د پاکستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادريږي او حکومت بايد له ياد کار د مخنيوي لپاره ګام پورته کړي.
Read More

د صنايعو، کانونو او پانګونې عالي شورا کار پيل کړ

Mar 11, 2018 - 19:46
کابل (پژواک،۲۰کب۹۶): د افغانستان د صنايعو، کانونو او پانګونې عالي شورا نن د کورني صنعت د پياوړتيا، کاري فرصتونو ته د زمينو برابرولو او رڼې ماليې ورکولو په موخه خپل کار پيل کړ.
Read More

کابل ښاروالي: لاس پلورونکي به په ځانګړو ساحو کې تنظيم شي

Mar 10, 2018 - 16:55
کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦): د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ښار بېلابېلو برخو کې د ٩٠ زره لاس پلورونکو شتون په ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل شوى، خو د بېروبار د کمښت او ښاري ښکلا لپاره يې لاس پلورونکو ته ځانګړى ځاى په پام کې نيولى دی. د کابل ښاروالۍ په خبره،...
Read More

د خوست غلام خان بندر پرانیستل شو

Mar 10, 2018 - 16:46
خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست ولايت د غلام خان بندر چې د پاکستان ستر سوداګريز بندر کراچۍ ښار ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره له نورو لارو نږدې دی، نن د ډيپلوماتیکو هلو ځلو په پايله کې پرانيستل شو. تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر...
Read More

"حکومت دې د بهرنيو ميوو پر ځاى وطني ميوې وکاروي"

Mar 10, 2018 - 16:03
کابل(پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د ميدان وردګو سلګونو باغ لرونکو او د ميوې سوداګرو يو ځل بيا له حکومت نه وغوښتل چې د بهرنيو ميوو پر ځاى وطني ميوې وکاروي او پر بهرنيو ميوو تعرفې لوړې کړي. د ميدان وردګو ولايت نږدې ۴۰۰ بزګرانو، سوداګرو، ځوانانو او د مدني ټولنو...
Read More

د شاتو مچیو یوې روزونکې مېرمنې یو شمېر کسانو ته کاري زمینې رامنځته کړې دي

Mar 10, 2018 - 13:46
جلال اباد (پژواک، ١٩ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت يوې مېرمنې چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د شاتو مچيو کاروبار پيل کړی، ګڼ شمېر نارينه وو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده. هغې، چې لا يې په کوټه کې د واده ګلان ځوړند و او د ناوې توب جوړه يې پر غاړه وه، د...
Read More

د خوست چارواکي: د غلام خان بندر لاره نه ده پر انېستل شوې

Mar 10, 2018 - 10:53
خوست ښار( پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست دولتي چارواکي هغه خبرونه ردوي چې ګنې د غلام خان بندر لاره پرانېستل شوې او په سوداګريزو مالونو بار لارۍ را اوښتې دي. تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې د غلام خان بندر يې پرانېستی او په...
Read More

کابل کې د سرو زرو پلور د مالياتو له درکه دولتي عوايد څلور چنده شوي

Mar 06, 2018 - 15:48
کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): د ماليې وزارت وايي چې تېر کال په کابل کې د سرو زرو د پلور له درکه ٦٥ ميليونه افغانۍ (يو ميليون ډالر) ماليات د دولت خزانې ته تللي چې د مالياتو سلنې د محاسبې له مخې په دې موده کې په پلازمېنه کابل کې ١.٧ ټنه سره زر پلورل شوي دي.
Read More

په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

Mar 05, 2018 - 19:23
کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره به کار کوي او د هغوی لاسي صنایعو ته به بازار موندنه کوي.
Read More

سبا ته په کابل کې څلورم تحصيلي نندارتون جوړېږي

Mar 05, 2018 - 16:05
کابل(پژواک، ١٤ کب ٩٦): سبا ته به کابل ښار کې د څه باندې ٥٠ تحصيلي او اکاډميکو بنسټونو په ګډون او د پژواک خبري اژانس په رسنيزه همکارۍ څلورم تحصيلي نندارتون پرانېستل شي. دغه نندارتون د افغانستان د نندارتون مرکز له لوري روان کال د کب له ١٥ تر ١٨ مې...
Read More

کابل ښار کې د سرو زرو او اوړو بيې راټيټې شوي

Mar 03, 2018 - 18:03
کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو او اوړو بيې راټيټې شوې، خو نور خوراکي توکي له کوم بدلون پرته په خپل حالت پاتې دي.
Read More

د فراه اوسېدونکو د "ټاپي" پروژې په ګډون د څو پروژو له پرانيستې هرکلى وکړ

Mar 01, 2018 - 20:05
فراه (پژواک، ١٠ کب ٩٦): د فراه يو شمېر اوسېدونکو د يوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په ګډون د څو پروژو له پرانيستې هرکلى وکړ او ترڅنګ يې له حکومت وغوښتل چې د بخش اباد بند جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي. پاکستان او هندوستان ته د...
Read More

د بلخ کود برق فابریکې د تېر کال تولید شوې سلګونه زره ټنه سره لا هم نه ده پلورل شوې

Feb 28, 2018 - 15:02
مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه، ۹۶): د بلخ کود برق فابريکه کې د تېر کال توليد شوې لسګونه زره ټنه کيمياوي سره لا هم نه ده پلورل شوې او که همداسې پاتې شي، یاده فابریکه به له سلګونه ميليونه افغانيو زیان سره مخ شي. پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د...
Read More

په پغمان کې د چرګانو د دانې د توليد فابريکې کار پيل کړ

Feb 27, 2018 - 17:26
کابل (پژواک، ۸ کب ۹۶): د کرنې وزارت د ۷۶ ميليونو افغانيو په لګښت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د چرګانو د دانې د توليد فابريکې په کار پيل وکړ.
Read More