د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
پېښې

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي

Mar 19, 2018 - 14:24
ميدان ښار (پژاوک، ٢٨ کب ٩٦): د کابل –غزني پر لويه لاره د ميدان وردګو ساحه کې د ترافيکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ١٧ کسان ټپيان شوي دي. د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه...
Read More

بدخشان کې د اورلګېدنې له امله ٢٥زره جلده کتابونه وسوځېدل

Mar 16, 2018 - 12:48
فيض اباد (پژواک، ٢٥کب ٩٦) : د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د اورلګېدنې له امله ٢٥زره جلده کتابونه او څو هټۍ سوځېدلي، خو دغه اورلګېدنه ځاني زيان نه لري.
Read More

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

Mar 14, 2018 - 14:30
تعقيبي- کندهار (پژواک، ۲۳ کب ۹۶): د کندهار- هرات پر لویه لار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې ۸ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن (د کب ۲۳مه) شاوخوا یوه بجه د دې ولسوالۍ اړوند په تور مانده سیمه کې د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس...
Read More

سږ کال په بدخشان کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې

Mar 11, 2018 - 17:38
فيض اباد (پژواک،۲۰ کب۹۶): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله د ډېروالي ښودنه کوي.
Read More

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ٢٨ تنه ټپيان شوي

Mar 10, 2018 - 10:15
هرات(پژواک، ١٩ کب ٩٦): د هرات ولايت ځايي سرچينې وايي چې په هرات ښار کې د يوه بس موټر د اوښتو له امله ٢٨ تنه ژوبل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار امام شش نور سيمه کې يو ميني بوس موټر چپه شوى. د...
Read More

ننګرهار کې اور لګېدنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Mar 06, 2018 - 08:37
جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): ننګرهار کې د تېلو يو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي. دغه راز د ټانکر اور نږدې هټيو ته اوښتی او له امله يې شاوخوا دېرش هټۍ هم سوځېدلې دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د کب په...
Read More

په کابل کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ٥ بهرنيان ټپيان شوي

Mar 05, 2018 - 09:11
کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦) : د کابل " مارشال فهيم دفاعي پوهنتون" کې د بهرنيانو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله پنځه بهرنيان ټپيان شوي دي.
Read More

پروان کې اووه کسان وژل شوي

Mar 03, 2018 - 11:39
چاريکار (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د پروان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې دوه ځوان هلکان د شخصي دښمنيو، يوه اتلس کلنه نجلۍ د خپل ورور او څلور تنه د ترافيکي پېښې له امله وژل شوي دي. د پروان امنيې قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن...
Read More

تخار کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١تنه ټپيان شول

Mar 02, 2018 - 14:02
تالقان (پژواک،١١ کب ٩٦): د تخار چارواکي وايي چې ددغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١تنه ټپيان شوي چې د پنځو تنو روغتيايي حالت نازک دى . د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار اووه...
Read More

په سمنګان کې يوه ترافيکي پېښه کې څه باندې سل پسونه له منځه تللي

Feb 28, 2018 - 15:09
ايبک (پژواک، ٩ کب ٩٦): د سمنګانو مرکز ايبک ښار کې نن سهار ١٠٤ پسونه د ٤٠٤ مسافر وړونکي موټر تر ټايرونو لاندې مړه شوي دي. د سمنګان د روى دواب ولسوالۍ اوسېدونکي پيوند شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې د ايبک په لرغان سيمه کې خپل ١٤٠ پسونه له...
Read More

کندهار ښار کې سېلابونو زیانونه اړولي

Feb 27, 2018 - 15:20
کندهار (پژواک، ۸ کب ۹۶): د کندهار ښار په ځینو ساحو کې د تېز باران او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. که څه هم ورښت هومره زیات نه و او یوازې څو دقیقې یې دوام وکړ خو د کندهار ښار په ځینو ساحو کې سېلابونه را ووتل او یو...
Read More

غور کې واورې د شپږو ولسواليو لارې بندې کړې دي

Feb 27, 2018 - 15:13
فيروزکوه (پژواک، ٨ کب ٩٦): د غور ولايت د شپږو لوېديځو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د واورې له امله د شپږو ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې دي. له پرون مازديګر راهيسې په غور ولايت کې د واورې ورښت پيل شوى او د غور د شپږو غربي ولسواليو (دولينه، شهرک، تولک...
Read More

د سر څېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار جنازه خاورو ته وسپارل شوه

Feb 25, 2018 - 16:29
جلال اباد (پژواک، ٦ کب ۹۶): د پښتو ژبې د نومیالي لیکوال او څېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار جنازه په جلال اباد ښار کې ادا او په سره رود ولسوالۍ کې د خپل پلرني کلي په هدیره کې خاوره ته وسپارل شوه. ارواښاد عبدالله بختانی د ور پېښې ناروغۍ له امله پرون په...
Read More

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ٨ تنه مړه شوي او ١٣ نور ټپيان دي

Feb 21, 2018 - 10:53
هرات(پژواک، ٢ کب ٩٦): د هرات امنيتي سرچينې وايي چې ددې ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې اته تنه مړه شوي او ديارلس نور ټپيان دي. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه...
Read More

د سالنګ لويه لار د هر ډول موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه

Feb 19, 2018 - 13:13
چاريکار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): له سالنګ لويې لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ چې له پنځو ورځو راهيسې پرې بديز لګېدلى و، بېرته عادي حالت ته راغى. د سالنګ لويې لارې چارواکو د سلواغې له ٢٥مې نېټې راهيسې پر دې لاره د ټېلري موترو پر تګ راتګ بنديز لګولى و...
Read More

د سالنګ لويه لاره به تر دو شنبې پورې د شپې له مخې تړلې وي

Feb 14, 2018 - 12:56
چاريکار (پژواک، ٢٥سلواغه ٩٦): د سالنګ لويه لاره چې پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، تر راتلونکې دوشنبې پورې د شپې له خوا د ټولو ترافيکو پر مخ تړل شوې، خو د ورځې پرې يوازې ټېلري موټر د تګ اجازه نه لري. دغه لويه لاره د هندوکش غره په...
Read More

د سالنګ لويه لار له ټېلر پرته د نورو موټرو پر مخ خلاصه شوه

Feb 13, 2018 - 11:00
چاريکار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶):د سالنګ لويه لار چې کابل د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، له ټېلر موټرو پرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه. دغه لار چې د هندوکش په لوړو غرونو کې د ۲.۷ کيلومتره اوږده تونل سره د پروان او بغلان ولايتونو په منځ کې تېره...
Read More

د پکتیکا د ځینو ولسوالیو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي

Feb 12, 2018 - 15:42
ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د واورې د پرله پسې ورښت له امله د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي. د پکتيکا ولايتي شورا غړي نعمت الله ببري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې...
Read More

واورې د کابل- بامیان لویه لار هم بنده کړې

Feb 12, 2018 - 14:16
باميان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د باميان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د سختې واورې اورېدو له امله د کابل- باميانو لويه لاره د ميدان وردګو ولايت په اړوند سيمه کې د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده. د باميان ولايت د شېبر ولسوال محمد عظيم فريد پژواک خبري اژانس ته...
Read More

غزني کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه او ١٥ نور ټپيان شول

Feb 12, 2018 - 13:32
غزني ښار(پژواک،٢٣سلواغه٩٦): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي او ١٥ نور ټپيان دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه کې يو ٣٠٣...
Read More