د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني له کوچیانو سره د هغوی د ستونزو په هواري کې ژمنه وکړه

ولسمشر غني له کوچیانو سره د هغوی د ستونزو په هواري کې ژمنه وکړه

Mar 19, 2018 - 14:31

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): ولسمشر غني د کوچيانو ستونزو د هواري لپاره د کوچيانو عالي شورا د جوړېدو تر څنګ وويل چې د هغوى د لسو اساسي ستونزو د حل په موخه به اړوند وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د کوچیانو له راغلو مشرانو او استازو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

اشرف غني له بېلابېلو ولایتونو د کوچیانو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی ځکه مننه وکړه چې تل یې د دولت ملاتړ کړی او د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې یې مهم رول لرلی دی.

دغه راز نوموړي له دغو مشرانو او ویناوالو له دې امله مننه وکړه چې د کوچیانو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د کوچیانو د لسو اساسي ستونزو د حل په موخه به اړونده وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړي.

ده زياته کړه چې د کوچیانو د ستونزو د اساسي حل او له اړوندو وزارتونو سره د ښې همغږۍ په موخه به د کوچیانو عالي شورا جوړه شي چې په میاشت کې یو ځل غونډه وکړي، تر څو د کوچیانو ستونزې په اساسي توګه وڅېړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي حاجي مولوي تره خېل محمدي او د کوچیانو چارو د سمون لوی ريیس دلاور فیضان او د بېلابېلو زونونو او ولایتونو د کوچیانو استازو د حکومت له برنامو خپل ملاتړ اعلان کړ او د انکشاف، اصلاحاتو، د لویو پروژو د تطبیق او نورو برخو کې یې د ولسمشر لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

دغو ویناوالو د معارف، روغتیا، مالدارۍ، څرځایونو، سرپناه، ژورو څاګانو، د کوچیانو د ښارګوټو او نورو برخو کې د کوچیانو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.

هغوی ټینګار وکړ چې د زورواکو له لوري د کوچیانو غصب شوې ځمکې او څرځایونه دې له غاصبانو څخه بېرته کوچیانو ته ورکړل شي.

همدارنګه دوی د الکترونیکي تذکرو د وېش تر څنګ د سولې د تامین په برخه کې د کوچیانو رول مهم وباله او وړاندیز یې وکړ چې په دې برخه کې دې د دوی له مشورو، تجربو او ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.