د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا اعتراض کوونکو په مشروط ډول اعتراض پاى ته ورساوه

د پکتيکا اعتراض کوونکو په مشروط ډول اعتراض پاى ته ورساوه

Mar 18, 2018 - 16:54

ښرنه (پژواک،٢٧کب٩٦): د پکتيکا اعتراض کوونکو له اوو ورځو وروسته خپل اعتراض هغه مهال پاى ته ورساوه چې چارواکو ورسره د دې ولايت د اوسېدونکو د وژل کېدو د مخنيوي ژمنې وکړې.

د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو له اوو  ورځو راهيسې د اعتراض خېمه درولې وه او هم يې د ولايتي شورا دروازه تړلې وه.

دوى ويل چې د پکتيکا-غزني پر لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري هره ورځ عام خلک او دولتي کارکوونکي وژل کېږي.

خو نن د کب په ٢٧مه د پکتيکا، غزني او پکتيا چاراوکي اعتراض کوونکو ته ورغلي وو او له دوى سره يې د يادې ستونزې د حل ژمنې وکړې.

د غزني والي عبدالکريم متين اعتراض کوونکو ته وويل چې د پلان له مخې به د يوې اوونۍ په اوږدو کې د غزني-پکتيکا لويې لارې امنيت ټينګ کړي.

خو ده له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې لارې د ښه امنيت ټينګښت لپاره دې د اندړو او ګيرو ولسواليو په مربوطاتو کې عمليات هم وکړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي هم په يادو لارو کې د پکتيکاوالو وژل تاييد کړل او تور يې پورې کړ چې د غزني-پکتيکا د لويې لارې امنيتي مسوولين له طالبانو سره لار لري او هم د مسافرو له موټرو پيسې اخلي.

ده وويل چې د پکتيکا-غزني د لويې لارې د امن کولو لپاره به تر خپلې وسې همکاري وکړي.

دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو د زون قوماندان تورن جنرال شعور ګل وويل چې د يادې لارې د امنيت د تامين لپاره به ډېر ژر د غزني-پکتيکا د لويې لارې د امنيتي پوستو مسوولينو پرځاى نور کسان پر دنده وګوماري.

هغه وويل: ((د دې لارې په اوږدو کې به د يوې مودې لپاره د ملي اردو سرتېري هم ولاړ وي، ترڅو خلک په ارامه زړه تګ راتګ وکړي.))

هغه زياته کړه چې په دې لار کې به د ډاډمن امنيت په موخه په نږدې راتلونکي کې د ملي اردو يو کنډک هم ځاى پرځاى کړي.

دغه راز د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان ګل محمد راسخ وويل، هغه پوليس چې د غزني-پکتيکا په لويه لار کې له خلکو پيسې اخلي، د خپلو دې ناوړه کړنو له امله به سزا ورکړل شي.

هغه وويل: ((د دې لارې په اوږدو کې به د پوستو يو شمېر مسوولين هم له دندو ګوښه کړم او نور کسان به وګومارم، ترڅو د فساد مخه ونيول شي.))

بل لور ته د اعتراض کوونکو په استازيتوب يعقوب خان منظور وويل چې د چارواکو له ژمنو سره سم به خېمه لرې او د ولايتي شورا دروازه به خلاصه کړي.

خو هغه زياته کړه: ((دا په مشروط ډول موږ لرې کوو؛ که چېرې ژمنې عملي نه شوې، بل ځل په لويو لاريونونو لاس پورې کوو او د ارګ په مخ کې به د تحصن خېمه دروو.))

بل خوا په دغه ليدنه کې چارواکو دا هم وويل چې د پکتيکا-غزني د لويې لارې د امنيت د تامين په موخه به د پکتيکا يو شمېر ځوانان پر دنده وګوماري.

د پکتيکا د ولايتي شورا او اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږ مياشتو کې د غزني-پکتيکا پر لويه لار ١٥٠ دولتي کارکوونکي او عام خلک وژل شوي دي.