د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې څلور وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې څلور وسله وال وژل شوي

Mar 17, 2018 - 18:12

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې يې له وسله والو سره د نښتې پرمهال څلور وسله وال وژلي او د ښځو په لباس کې د يو تن په ګډون يې درې نور ژوندي نيولي دي.

د چارواکو په وينا، د وسله والو طالبانو دغو غړو غوښتل د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته برید وکړي؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې د دوی تر بريد لاندې راغلي دي.

د کب په ۲۶مه د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا په انګړ کې نيول شوي وسله وال، وسلې او نور مهمات او د وژل شويو وسله والو جسدونه رسنيو ته هم وښودل شول.

د يادې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين خبريالانو سره د خبرو پرمهال وويل، وسله والو غوښتل چې د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند پر امنيتي پوستو بريد وکړي او ياده لاره نا امنه کړي.

دی وايي چې وسله وال د ملي اردو ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي، چې د نښتې پرمهال څلور وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ژوندي نيول شوي، چې له نيول شويو کسانو يوتن  يې د ښځو جامې پر تن کړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((دوی خپلو بادارانو ته دومره وفادار دي  چې حتی د جګړو او خپلو بادارانو د ګټو په خاطر د خپلو مېندو او خوېندو لباسونه هم پر تن کوي، څو وکولی شي چې د خپلو بادارانو رضايت تر لاسه کړي.))

قوماندان سنګين مني چې د جګړې پرمهال يې يو افسر او يو سرباز هم ټپيان شوي؛ خو ډاډ ورکوي چې د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جنرال سنګين د معلوماتو له مخې، د يادې نښتې پرمهال د يو ميل راکټ او يو ميل پيکا په ګډون څلور ميله وسلې، لاسي بمونه، مرمۍ، يو عراده موټر او لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت ټول دفاعي او امنيتي ځواکونه او په ځانګړي ډول ملي اردو وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت خراب کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.