د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښاروالۍ سرپرست څارنوالۍ ته معرفي شوى

د کابل ښاروالۍ سرپرست څارنوالۍ ته معرفي شوى

Mar 17, 2018 - 18:44

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): لويه څارنوالي وايي، د کابل ښاروالۍ سرپرست له وظيفوي صلاحيتونو د سوء استفادې په تور څارنوالۍ ته معرفي شوى، خو ښاروال دا د ځان پر وړاندې دسيسه ګڼي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي د کب په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيبزى او د دې ادارې څو نور کارکوونکي له وظيفوي صلاحيتونو د سوء استفادې په خاطر، څو ورځې وړاندې تورن شوي او دوسيه يې اوسمهال د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په اختصاصي څارنوالۍ کې څېړل کېږي.

ده زياته کړه، د څېړنو په پايله کې به جوته شي چې يواځې همدا مطرح شوي تورونه دي که نور هم شته او ايا دا تورونه حقيقت لري او که نه، چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به دا ټول معلوم شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له کابل ښاروال سره نور څو او کوم کسان تورن شوي دي؟ وويل چې د څېړنو په ترڅ کې به د دې کسانو شمېر او دا چې کومې دنده ترسره کوي، معلومه شي چې د دې قضيې ټول اړخونه او نهايي تصميم به وروسته په ډاګه شي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست حبيبزي بيا دغه موضوع د فرصت غوښتونکو يوه دسيسه ګڼلې ده.

ده ويلي، څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي له څېړنيز مرکز سره د کابل ښاروالۍ د قرارداد ځينې اسناد په نيمګړي ډول خپاره شوي او داسې فضا يې ايجاد کړې، چې ګويا د کابل ښاروالي مشرتابه قوانين نقض کړي او ان دا چې دغه اسناد يې د رسنيو او د عدلي او قضايي ادارو په واک کې ورکړي دي.

ده زياته کړې، دغه مرکز غير انتفاعي بنسټ دى چې د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون د رئيس په لاسليک جوړ شوى دى.

هغه وايي، دغه قرارداد نه يواځې دا چې له يوه حکومتي بنسټ سره شوى چې ګټه يې يواځې د افغانستان حکومت ته رسېږي، نه افرادو او اشخاصو ته، بلکې بوديجه يې هم ډېره کمه او حجم يې هم د کابل ښاروالۍ د ټولو پروژو په پرتله (٠،٣) سلنه ده، نو په همد اساس په دې پروژه کې د کابل ښاروالۍ د رهبري غړو ته ګټه رسېدل، سالم عقل او منطق نه شي منلى.

د هغه په وينا، له دې کړنو څخه د دسيسه ګرانو موخه دا ده چې د هغوى شخصي ګټې چې ښاروالي پرې قطع کړي، لاسته راوړي او په راتلونکي کې يې له لاسه ورنه کړي.

دى زياتوي، د يادې موضوع له خپرېدو وروسته، دوى دغه موضوع له لويې څارنوالۍ او نورو ټولو اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکه کړې او ترې يې غوښتي چې دغه اسناد وڅېړې او پايلې يې د خلکو په واک کې ورکړي.

د ده په خبره، کابل ښاروالي له دې دولتي ادارو غوښتي چې د دې دسيسې عاملين هر څه ژر معرفي او تر قانوني تعقيب لاندې راولي.

له بلې خوا د کابل ښاروالۍ يوه سلاکار شيخ احمد هم پژواک ته وويل چې د کابل ښاروالۍ مسوولينو له وظيفوي صلاحيتونو هيڅ ډول ناوړه استفاده نه ده کړې او دا يې د ښاروالۍ د نوي او ځوان ټيم په وړاندې جوړه شوې توطيه وبلله.