د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صادروونکي: د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم صادريږي

صادروونکي: د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم صادريږي

Mar 13, 2018 - 19:40

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د جلغوزو صادروونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د افغانستان د جلغوزو عمده برخه د پاکستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادريږي او حکومت بايد له ياد کار د مخنيوي لپاره ګام پورته کړي.

د جلغوزو صادروونکو نن په يوه ورځنۍ ناسته کې چې "د افغانستان د جلغوزو د صادراتو پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو موندل" په نوم ترسره شوه او په کې د عزيزي بانک او جلغوزو صادروونکو ترمنځ يو هوکړه ليک هم لاسليک شو، وويل چې په هېواد کې هر کال ٣٣ زره مټريک ټنه جلغوزې توليد او له دې جملې يې يواځې ١٠٠٠ ټنه د افغانستان په نوم او پاتې نور د پاکستان له لارې د ياد هېواد په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادريږي.

په نننيو مراسمو کې د جلغوزيو صادروونکو اتحاديه هم پرانيستل شوه.

د جلغوزو د صادروونکې ټولنې غړي يحيى خان ځدراڼ په نننۍ ناستې کې وويل، د سړو خونو او د پروسس فابريکو نه شتون لامل شوى چې د افغانستان جلغوزې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر شي.

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې د جلغوزو ځنګلونو د ساتنې او را ژوندي کولو او دغه راز د جلغوزو د پروسس فابريکو د جوړولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه د افغانستان جلغوزې د غوره کيفيت له امله په نړۍ کې ډېر شهرت لري.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په کابل کې په راتلونکي کال کې د دغې ټولنې له لوري د جلغوزو د پروسس يوه فابريکه جوړيږي او ورپسې به په خوست، پکتيا، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم ورته فابريکې جوړې شي، له حکومت غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې له دوى سره د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ، برېښنا او ځمکې په برخه کې همکاري وکړي او دغه راز د دوى له کارونو ملاتړ وکړي.

په دغه ناسته کې له جلغوزو د ملاتړ په موخه د عزيزي بانک او د جلغوزو صادروونکې ټولنې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک هم لاسليک شو.

د عزيزي بانک مشر اميد سالم وويل، د ياد هوکړه ليک له مخې عزيزي بانک چمتو دى چې بهر او داخل کې د جلغوزو د صادروونکو پيسو د لېږد رالېږد د بانکي ضمانتونو اسانتياوې رامنځته او دغه راز به د پورونو ورکولو برخه کې همکاري کېږي.

هغه زياته کړه، د دغه  بانک پورونه معياري او له نړيوالو سټنډرډونو سره برابر دي.

بلخوا هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي په دغه ناسته کې وويل: "له بده مرغه د امکاناتو نه شتون له امله سل په سله کې د افغانستان توليد شوې جلغوزې پاکستان کې پروسس کېږي چې بيا د ياد هېواد په نوم او مارک چين، هانګ کانګ او نورو هېوادونو ته صادريږي او ميليونونه ډالره عايد ترې ترلاسه کوي."

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې د جلغوزو ځنګلونو د ساتنې او پراختيا لپاره د پروسس فابريکې رامنځته کړي او پاکستان ته يې له قاچاق کېدو مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه، افغانستان په ١٣٩٦ مالي کال کې د ١،٧ ميليون ډالرو په ارزښت د جغلوزو په ګډون وچه او تازه مېوه درلوده.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان په دغه کال کې په ټوليز ډول د اووه سوه ميليون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دغه ناست کې د خبرو پر مهال وويل، افغانستان د کرنې په برخه کې غوره ظرفيت لري، خو دغې برخې ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.

هغه زياته کړه، افغانستان کې د جګړو له امله د افغانستان د جلغوزو ځنګلونو په ګډون کورنيو توليداتو ته ډېر زيان اوښتى او د مېوه لرونکو ونو وهل يوه ننګونه وه او دا کار لا دوام لري چې د کرنې وزير بايد د مېوه لرونکو ونو پرې کولو د مخنيوي برخه جدي پام وکړي او خلک هم بايد په دغه برخه کې له حکومت سره همکاره واوسي.

نوموړي وويل، د وزيرانو شورا په اقتصادي ناسته کې به ډېر ژر د جلغوزو سوداګرو ته بلنه ورکړي، څو په دغه ناسته کې خپلې ستونزې حل کړي.

عبدالله زياته کړه: "نن هم کورني توليدات لرو، ولې د زمينې نه برابرېدو له امله د افغانستان توليدات د نورو هېوادونو په نومونو صادريږي چې بايد دغې برخې ته جدي پاملرنه وشي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د جلغوزو ځنګلي سيمې شاوخوا ٤٣ هکټاره ځمکې ته رسيږي چې ډېرى سيمې يې په خوست، پکتيا، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې دي.