د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز په خان اباد کې ۱۳ پولیس وژل شوي

د کندوز په خان اباد کې ۱۳ پولیس وژل شوي

Oct 29, 2017 - 09:25

کندوز (پژواک، ٧ لړم ٩٦): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٣ پوليس وژل شوي دي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د لړم په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په لړ کې طالبانو د ادم خان سيمې په پوسته کې ١٣ پوليس وژلي دي.

ده زياته کړه: ((پوسته کې ټول ١٤ پوليس وو، خو يو يې تښتېدلى او نور يې طالبانو وژلي دي.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې، طالبانو له دې پوستې يو هاموې ټانګ او يو شمېر نورې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

خان اباد د کندوز ښار سويل ته په ٢٥ کيلومټرۍ کې پرته نا امنه ولسوالۍ ده چې ډيرى سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.