د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستانيو پوليسو ١٣٥ افغان کډوال نيولي

پاکستانيو پوليسو ١٣٥ افغان کډوال نيولي

Jan 20, 2015 - 11:55

کابل ( پژواک،٣٠ مرغومى ٩٣ ) : پاکستانيو پوليسو په بېلا بېلو سيمو کې ١٣٥ افغان کډوال نيولي دي.

پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٣٠مه، خبر ورکړى ، چې ياد افغانان د امنيتي ځواکونو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ورانکارو او ترهګرو پر ضد د ځانګړو چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

په راپورونو کې راغلي چې پوليسو٧٦ تنه افغان کډوال د ياد ايالت په پېښور ښار کې او ٥٩ نور يې د پښتونخوا ايالت له نورو ولسواليو څخه نيولي دي.

پاکستانيو امنيتي مسوولينو ويلي چې ياد افغانان يې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.

سرچينې زياته کړې، نيول شوي افغانان به محکمو ته لېږل کيږي چې د محکمو د پرېکړې له مخې به يا بنديان کېږي او يا به هم د تورخم له پولې څخه اړول کېږي .

د يادونې ده چې تېره مياشت د پېښور ښار پر يوه ښوونځي د وسله والو تر بريده وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور او يو شمېر سيمو کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل شوې ده.

د ياد ايالت مسوولينو او امنيتي چارواکو  يو شمېر افغان کډوالو ته د وتلو امر هم کړى دى.

په پېښور کې اوسېدونکي يوتن افغان کډوال عزيز الله پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د پوليسو له خوا د افغانانو ځورول زيات شوي  دي.

هغه زياته کړه : (( کله نا کله چې کومه پېښه رامنځته شي، نو بيا ورسره سم دافغانانو ځورول پيل شي، د پوليسو غوا لنګه شي او افغانان دپيسو لپاره نيسي او خوشې کوي يې.))

د يادونې  ده چې اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.

Tags: